امریکا باید زر له سیمې ولاړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94923-امریکا_باید_زر_له_سیمې_ولاړه_شي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر عبدالطیف پدرام په دې خبرې سره چې د سیمې هیوادونه باید د امریکا د وتلو لپاره متحد شي وویل واشنګټن باید د سیمې په هیوادونو کښې خپل پوځي شتون او نیواکګرۍ پاې ته ورسوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2020 09:11 Asia/Kabul
  • امریکا باید زر له سیمې ولاړه شي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر عبدالطیف پدرام په دې خبرې سره چې د سیمې هیوادونه باید د امریکا د وتلو لپاره متحد شي وویل واشنګټن باید د سیمې په هیوادونو کښې خپل پوځي شتون او نیواکګرۍ پاې ته ورسوي .

هغه زیاته کړه د سیمې په هیوادونو او په تیره بیا افغانستان کښې د امریکا د نیواکګرو عسکرو شتون د منلو وړ نه دی او واشنګټن باید زر خپل پوځيان وباسي .

د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر عبدالطیف پدرام په دې خبرې سره چې د امریکا له یرغل وروسته د هیواد په خلکو زیات ظلمونه وشول ټینګار وکړ د افغانستان خلکو کلونه کلونه د نیواکګرانو پرضد مبارزه کړي ده او له دې وروسته به هم مبارزې ته دوام ورکړي .

لطیف پدرام وویل امریکا باید په نرمه ژبه له سیمې وباسو او که نشو نو باید په وسله وال ډول ورسره مقابله وشي .

د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر عبدالطیف پدرام د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا د بایکاټونو دوام غیر قانوني ، له بدمعاشۍ ډک او یواړخیزه وباله او زیاته یې کړه ایران هماغه ډول چې تراوسه له ټولو دباونو سرلوړی راوتلی دی له دې وروسته به هم دباونه د ایران په خلکو باندې هیڅ اغیز ونه شیندي .

هغه په دوام کښې د افغانستان د خلکو کلتوري او تمدني مخینې ته په اشارې سره وویل یو(۱) ستر کلتور د هیواد ملاتړی دی او د پردیو کلتور ته هیڅ ضرورت نشته .