افغانستان کښې د یلدا مراسم محدود وشول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94933-افغانستان_کښې_د_یلدا_مراسم_محدود_وشول
زمونږ خبریال وايي کورونا ویروس په افغانستان کښې د یلدا بازار له ځوړتیا سره مخ کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2020 01:20 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د یلدا مراسم محدود وشول

زمونږ خبریال وايي کورونا ویروس په افغانستان کښې د یلدا بازار له ځوړتیا سره مخ کړی .

د شب یلدا مراسم په افغانستان کښې لرغونی دود دی خو روان میلادي کال د هیواد خلکو د یلدا په شپې یوځاې راغونډیدل کورنۍ ته محدود کړي دي .

د افغانستان خلکو په دغه فیصلې سره په پراخ ډول د یلدا شپې د مراسمو د لمانځلو پرځاې د کوچني دسترخوانونو غوړول غوره ګڼلي دي .

د ایران د سترشاعر حافظ شیرازي د شعرونو کتاب په افغانستان کښې د یلدا شپې د دسترخوان مهم شی دی او د هیواد خلک او کورنۍ د حافظ د فال په لیدو سره په دغه شپه کښې خپله روده انځوروي .

هندوانه د یلدا شپې د دسترخوانونو یو(۱) بل مهم شی دی او د افغانستان خلک باوري دي څوک چې د یلدا په شپې یعني په څلویښتمې (۴۰) شپې هندوانه وخوري نو د ژمي ساړه او د اووړي ګرمۍ به هغه ونه ځوروي .

له بلې خوا د وچو میوو ، سبزیانو او د شیرینیو په بازارونو کښې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه او دکاندارانو د خلکو د کم شتون او د کار کسب د خرابیدا خبره وکړه .