د تاجېکستان د پارلېمان مشر سره له عبدالله عبدالله سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94946
د تاجېکستان د پارلېمان مشر د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا له مشر سره په کتنه کښې وويل، په دغه هېواد کښې صلح او ثبات په سيمه کښې د صلحې او ثبات په معنا دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 21, 2020 16:20 Asia/Kabul
  • د تاجېکستان د پارلېمان مشر سره له عبدالله عبدالله سره وکتل

د تاجېکستان د پارلېمان مشر د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا له مشر سره په کتنه کښې وويل، په دغه هېواد کښې صلح او ثبات په سيمه کښې د صلحې او ثبات په معنا دے.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې ذاکر زاده له عبدالله عبدالله سره په کتنه کښې چې نن له غرمې مخکښې اوشوه په افغانستان کښې صلح او ثبات په سيمه کښې د صلحې، ثبات ‎، ترقۍ او ودې به ګټه وبلۀ او هيله يې  څرګنده کړه چې د دغه هېواد تر مالکيت او مشرۍ لاندې د صلحې خبرې اترې غوره نتيجې ته اورسي.

د افغانستان د مصالحتي عالي شورا مشر هم په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې د هلو ځلو، له طالب ډلې سره د خبرو اترو د بهير، د امنيت په ټينګښت کښې د سيمې د هېوادونو رول او په افغانستان کښې له صلحې څخه په ملاتړ کښې د سيمه ايزې اجماع د حاصلولو لپاره د سيمه ايزو سفرونو په اړه خبرې اترې وکړې.

عبدالله عبدالله تاجېکستان ته له سفره مخکښې د افغانستان  د صلحې له بهير څخه د سيمه ايزو ملاتړونو د  حاصلولو لپاره پاکستان، هند، ايران، ازبکستان او ترکيې ته هم لاړ ؤ.