اسماعيل خان په افغانستان کښې په فوري ډزبندۍ تاکيدوکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94970-اسماعيل_خان_په_افغانستان_کښې_په_فوري_ډزبندۍ_تاکيدوکړ
د افغانستان د جمعيت اسلامي يو مشر پرون له خلقو سره په يو مشاورتي ناسته کښې په دغه هېواد کښې په فوري ډزبندۍ او جنګ ختمولو تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2020 02:15 Asia/Kabul
  • اسماعيل خان په افغانستان کښې په فوري ډزبندۍ تاکيدوکړ

د افغانستان د جمعيت اسلامي يو مشر پرون له خلقو سره په يو مشاورتي ناسته کښې په دغه هېواد کښې په فوري ډزبندۍ او جنګ ختمولو تاکيد وکړ.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد اسماعيل خان دې ته په اشارې ره چې خلق پکار دے له حکومت ملاتړ وکړي وويل، د اشرف غني  حکومت په وروستيو دوو لسيزو کښې په دغه هېواد کښې د ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتنې، د تاوتريخوالي د کمولواو د صلحې د ټينګښت غوښتونکے دے او صلح د ګاونډي هېوادونو په ګټه بولي.

د افغانستان دغه جهادي قوماندان زياته کړه، په دغه هېواد کښې صلح د سيمې لپاره ښه حالات رامنځته کوي او ګاونډي هېوادونه به ترې هم برخور وي.

هغه واضحه کړه که صلح رانه شي او د خبرو اترو لوري يې د ټينګښت په سر موافقې ته ونه رسي، له ټاټوبي څخه دفاع او د اوسني نظام ساتنه چې د ټول ولس ذمه واري ده له مشکل سره مخامخ شي.

د افغانستان د اسلامي جمعيت دغه يو مشر وويل هغه دې ته تيار دے چې د هېواد د ارامښت لپاره له طالب ډلې سره وجنګيږي.