د اشرف غنی لومړی مرستیال:
طالبانو ته تر ۲۰ ټنه زیات امونیم نایټراټ ورکول شوي دي
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال ویلي چي د ځینو لورو له خوا تر ۲۰ ټنه زیات امونیم نایټراټ طالبانو ته ورکول شوي دی.
د اشرف غنی لومړی مرستیال امرا... صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې په افغانستان کې د ټروریستي بریدونو زیاتوالې ته په اشارې سره ولیکل: له بده مرغه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د مختلفو طریقو نه طالبانو ته ۲۰ ټنه امونیم نایټراټ ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چي هر یو ټن امونیم نایټراټ څخه لږ تر لږه ۵۰ بمونه جوړېدایشي.
صالح ولیکل: په پاکستان کې د کویټي د ښار د روغتونو ۳۰ سلنه د ترهګرو له ټپیانو ډک دي او مهم کسان یې بیا د علاج لپاره کراچي ته استول کیږي.
صالح په داسي حال کې دغه خبري کړې چي په وروستیو ورځو کې په سوشیل مېډیاو کې یوه داسي وېډیو خپره شوې چي پکښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر په پاکستان کې یو شمېر طالب ټپیانو ته وېناوي کوي.
ملابرادر په دوحه کې د بین الافغانی خبرو اترو تر ودرېدو وروسته پاکستان ته لاړ چي د دې هیواد له چارواکو سره سلامشورې وکړي.