د قندهار د اوقافو ادارې مشر په برید کښې ژوبل شو
Dec 24, 2020 09:20 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي د قندهار د ارشاد ، حج او د اوقاف ادارې مشر د ناپیژاندو وسله والو کسانو په برید کښې ژوبل شو .
د قندهار پولیسو وویل نن سهار نهه (۹) بجې ناپيژاندو وسله والو کسانو د دغه ولایت په دیارلسمې (۱۳) امنیتي سیمه کښې د ارشاد ، حج او د اوقافو د ادارې په مشر «محمد عمر اخوند زاده» ډزې وکړې چې هغه پکښې ژوبل شوی خو ساتونکی یې ووژل شو .
تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی خو په تیرو څو ورځو کښې د کابل د غزني د قندهار په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې په خبریالانو ، د رسنیو په چارواکو او په غزني ولایت کښې د خبریالانو د اتحادیې په مشر باندې حملې شوي دي چې د هیواد په سویه یې د خلکو پراخ غبرګونونه ځان پسې لرلي دي .
ټیګونه