د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت:
په پاکستان کې د طالب مشرانو ویډیو کلیپونه د اندېښنې وړ دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د هغو ویډیويي کلپونو په تړاو اندېښنه په ډاګه کړې چې پکښې د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې د دې ډلې د غړو په یوه ټولنه کې خبرې کړې.
د دغه وزرات په اعلامیه کې راغلي چي پاکستان ته د طالب مشرانو له سفر او له پاکستاني چارواکو سره د دوی په لیدو د افغانستان د سولې د مسالې په اړه هیلې پیدا شوې وې، خو په ورته وخت کې د طالب مشرانو هغه ویډیو کلپونه چې دوی پکښې پوځي روزنیزو کمپونو کې لیدل کېږي، د خپګان او اندېښنې خبره ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چي موږ د سولي به پروسه کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت له هڅو ستاینه کوو خو دغه ویډیويي کلیپونه په پاکستان کې د ټولو طالب مشرانو له شتونه پرده پورته کوي او ښيي چې د پاکستان په خاوره کې د دغي ډلي فعالیتونه دوام لري.
په دغه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې چې هغو وسله والو ډلو ته دې په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ور نه کړي چې د جګړې او وینو بهولو پر دوام ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ یوه ویډیو خپره شوه چې په پکښې طالب مشران لیدل کېږي چې له خپلو پلویانو سره له نږدې ګوري او هغوی سره پر یو لړ موضوعاتو بحث کوي.