اتحاد لوبډله د افغانستان د فوټسال د غوره لیګ اتله شوه
Dec 27, 2020 04:26 Asia/Kabul
د هرات د اتحاد په نامه د فوټسال ټیم د کابل صداقت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان د فوټسال غوره لیګ وګټه
د هرات د اتحاد په نامه د فوټسال ټیم د کابل صداقت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان د فوټسال غوره لیګ وګټه
آوا خبري آژانس لیکلي دي، دغه سیالي چې پرون په کابل کښې د افغانستان د فوټبال فیډریشن د فوټسال په ګراونډ کښې ترسره شوه، د هرات اتحاد ټیم په کښې د کابل صداقت ټیم ته ۵ پر ۳ ماتې ورکړه او د اتلولۍ کپ یې ترلاسه کړ. په دې بریا سره اتحاد لوبډله په وړومبي ځل د آسیا د کلبونو سیالیو ته ورسیدله.
د ویلو ده چې د فوټسال دغه سیالۍ څو ورځې مخکښې په کابل کښې د لسو ټیمونو ترمینځ پیل شوې وې او پرون د اتحاد ټیم په اتلولۍ سره پاې ته ورسیدلې.
ټیګونه