په غزني کښې وژلو عاملان ونیوې شول
Dec 29, 2020 04:10 Asia/Kabul
د افغانستان په غزني ولایت کښې د وروستیو ټرورونو عاملان نیول شوي دي.
د افغانستان په غزني ولایت کښې د وروستیو ټرورونو عاملان نیول شوي دي.
د غزني والي پرون رسنیو ته وویل چې د خبریالانو د اتحادیې د مشر رحمت ا... نیکزاد او د غزني ښار د مالیاتو د ادارې د دوو کارکونکو د وژلو عاملین د دغه ولایت د پولیسو په لاس نیول شوي دي.
سید عمر نورستاني زیاته کړه: د غزني د مالیاتو د ادارې دوه تنه کارکونکي پرون سهار د نامعلومو وسله والو په حمله کښې وژل شوي وو.
هغه څرګنده کړه چې نیول شویو کسانو اعتراف وکړ چې د دغو دریو کسانو او هم داشان د غزني د ځینو نورو خلکو په وژله کښې یې لاس لرلې دی.
ټیګونه