د ټیکنالوجۍ په برخه کښې د ایران او افغانستان ملګرتیا زیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95103-د_ټیکنالوجۍ_په_برخه_کښې_د_ایران_او_افغانستان_ملګرتیا_زیاتیږي
د ایران او افغانستان د پوه بنسټه شرکتونو ترمینځ او د اکو سیسټم په برخه کښې ملګرتیا په زیاتیدو ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2020 12:38 Asia/Kabul
  • د ټیکنالوجۍ په برخه کښې د ایران او افغانستان ملګرتیا زیاتیږي

د ایران او افغانستان د پوه بنسټه شرکتونو ترمینځ او د اکو سیسټم په برخه کښې ملګرتیا په زیاتیدو ده

د ایران او افغانستان د پوه بنسټه شرکتونو ترمینځ او د اکو سیسټم په برخه کښې ملګرتیا په زیاتیدو ده

د افغانستان د ماډرن ټیکنالوجۍ او پراختیا د صندوق مشر علي وحدت په دغه هیواد کښې د ایران له سفیر سره په کتنه کښې وویل: د روان ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کښې ۳۲ پوه بنسټه شرکتونو د ماډرن ټیکنالوجۍ او پراختیا په اتیا سلنه ملاتړ سره، په افغانستن کښې د ایران د بریښنا، بیخ بیناؤ او مخابراتو د صنعت په نندارتون کښې ګډون وکړ او خپلې لاسته راوړنې یې وړاندې کړې.

ښاغلي وحدت وویل: د افغانستان د بریښنا صنعت په نندارتون کښې د ایران ۱۶ پوه بنسټه شرکتونو له افغانستان سره د ملګرتیا، د نمایندګیو د ورکړې او ګډې ملګرتیا د پیلولو هوکړه لاسلیک کړه.

په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان هم د افغانستان د خلکو د کلتور او له ایران سره د دغه هیواد د خلکو د لرغوني دیني، کلتوري او سیاسي تړاؤ په یادولو سره، د افغانستان ځوانه او محنتي پرګنه او مخ په ودې اقتصاد په دې وروستیو کلونو کښې د دغه هیواد د پراختیا لامل وباله.