طالبانو په بلخ کښې ډاکټران له فعاليته منعې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95115-طالبانو_په_بلخ_کښې_ډاکټران_له_فعاليته_منعې_کړل
د افغانستان د بلخ ولايت روغتيائي چارواکو په دغه ولايت کښې د طالب ډلې لخوا د دولت آباد ولسوالۍ د روغتون د ډاکټرانو او کارکونکو د فعاليت د منعې کولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Dec 31, 2020 01:46 Asia/Kabul
  • طالبانو په بلخ کښې ډاکټران له فعاليته منعې کړل

د افغانستان د بلخ ولايت روغتيائي چارواکو په دغه ولايت کښې د طالب ډلې لخوا د دولت آباد ولسوالۍ د روغتون د ډاکټرانو او کارکونکو د فعاليت د منعې کولو خبر ورکړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د بلخ ولايت روغتيائي چارواکو د طالب ډلې د ممانعت وجه د دولت آباد ولسوالۍ د روغتون په دننه کښې د امنيتي پوستوشتون وبلله.

د دولت آباد روغتون پنځوس کټونه لري.

د باخبرو سرچينو له قوله طالب ډلې د دولت آباد ولسوالۍ د روغتيائي مراکزو ډاکټرانو او کارکونکو ته خبردارے ورکړ چې په دغو مراکزو کښې شتون د هغوي لپاره عواقب لري.

ځينو ځاي کسانو وويل چې ډاکټرانو خپل بيماران د علاج معالجې لپاره د دولت آباد ولسوالۍ کليو بانډو ته بوتللي دي.