په قندهار ښار کښې یو پائلټ ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95118-په_قندهار_ښار_کښې_یو_پائلټ_ووژل_شو
وسله والو په قندهار ښار کښې په یوه هدفي برید کښې د هوايي لوا یو پائلټ وژلی دے.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Dec 31, 2020 06:26 Asia/Kabul
  • په قندهار ښار کښې یو پائلټ ووژل شو

وسله والو په قندهار ښار کښې په یوه هدفي برید کښې د هوايي لوا یو پائلټ وژلی دے.

دغه پېښه پرون غرمه د ۱۲ بجو په شاوخوا کښې د قندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند له فابریکې سراې سره نزدې رامنځته شوې ده.

د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پېښه تایید کړه او ویې ویل، په دغه برید کښې د ملي اردو یو افسر وژل شوے چې دنده یې تر اوسه دوي ته مشخصه نه ده.

هغه زیاته کړه، برید کوونکي تښتېدلي خو د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

خو یوې باوري امنیتي سرچینې رسنيو  ته وویل چې وژل شوے کس مسعود اتل نومېږي او د هوايي لوا پائلټ و.

دغه سرچینه وايي، یاد شوے پائلټ په خپل موټر کښې روان و، چې وسله والو موټر سائېکل سپرو ورباندې ډزې کړې او هغه یې ځای په ځای وژلی دے.

تر اوسه د دغې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

څو ورځې وړاندې هم په دغه سيمه کښې د هلمند ۲۱۵ قول اردو د مخکیني قوماندان یو سېکتر په داسې يو هدفي برید کښې وژل شوے ؤ.

په قندهار کښې د هدفي وژنو لړۍ له ډېره وخته روانه ده چې سلګونه عامه وګړي او فوځي کارکوونکي، مخور کسان، مېرمنې او ځوانان په کښې په نښه شوي او وژل شوي دي.