هيله نجيب:
په بهرنیانو قوتونو تکیه کول ستونزه نه حل کوي
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب لور هيلې نجيب په افغان واکمنانواو سياستوالو غږ کړے دے چې نور دې له پرديو هېوادونو او چارواکو څخه سوال کول او ورباندې تکیه کول پرېږدي او د هېواد په ځان بسيا کېدو لپاره دې کار وکړي.
د افغان سرچينو د رپوټ له مخې د ډاکټر نجيب لور هيله نجيب دې بنيادي ټکي ته اشاره کړې ده او افغان چارواکو ته یې ويلي دي چې په سوال او په بهرنيو قوتونو باندې په تکيې سره هېواد نۀ جوړېږي.
هيلې نجيب همدرانګه ويلي دي چې د افغانستان حکومت بايد په ځان سختي ومني او په ښکاره دې بهرنیو پرديو قوتونو او د هغوي استازو ته ووائي چې افغانستان خپله پاليسي، خپله تګلاره او خپلې ګټې لري او هغه پاليسي به ونه مني او نه به يې عملي کړي چې د افغانستان د ګټو سره په ټکر کښې وي.
د افغان رسنيو په قول د ډاکټر نجيب لور په داسې حال کې په افغان چارواکو د ځان بسیا کېدو غږ کوي چې افغانستان اوس هم په ډېرو چارو کښې د بهرنیو هېوادونو په تېره بيا د امريکې په مشرۍ په بهرنيو ځواکونو ملا تړي هغه ځواکونه چې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ، د امنيت د ټينګولو او د افغانستان د ابادولو په بهانه يې په افغانستان قبضه کړې خو د افغانستان حالات ورځ تر ورځه نور هم په خرابېدو دي.
افغان رسنې ليکي:
له هغه څخه چې افغانستان ته د امريکې په مشرۍ بهرني پوځيان راغلي دي او دلته يې د مرستو او ودانۍ وعده کړې ده په افغانستان کښې د هرې هغه پروژې مخالفت کړے دے چې د افغانستان لپاره يوه بنسټيزه پروژه کېدې او افغانستان د نورو د احتیاج څخه ژغورلی شي، د افغانستان د ماليې پخواني وزير عمرزاخيلوال له یو خصوصي ټيلي ويژن سره پخپله مرکه کې څه موده وړاندې اعتراف کړے ؤ چې د بهرنيو هېوادونو استازو په ښکاره د دوی له لوري د هغه پروژو وړانديزونه ردول او مخالفت به یې کاوه چې د هېواد لپاره يې حياتي ارزښت لرۀ.