د افغان سولي څخه د ناټو ناهیلی توب
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95128-د_افغان_سولي_څخه_د_ناټو_ناهیلی_توب
د ناټو د سازمان سر منشي افغان سوله د کمزوري پروسې په نوم یاد کړی او ویلي چي د دې پروسې د بریالیتوب لپاره هیڅه ضمانت نشته دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2020 11:59 Asia/Kabul
  • د افغان سولي څخه د ناټو ناهیلی توب

د ناټو د سازمان سر منشي افغان سوله د کمزوري پروسې په نوم یاد کړی او ویلي چي د دې پروسې د بریالیتوب لپاره هیڅه ضمانت نشته دي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د جرمني د (ډي پي ای) له خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دې ضمانت نشته چې د افغان سولې کمزورې پروسه دې بریالۍ شي، خو په ویناېې افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو یوازینۍ لاره، همدا په قطر کې د سولې مذاکرات دي.

 نوموړي ویلي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اوږد مهالي پاتې کېدو په صورت کې د دې خطر شته چې شخړې او تاوتریخوالي نور هم زیات شي.

هغه ټینګار کړی چي  باید یوه داسې لاره پیدا شي، چې په افغانستان کې روان وضعیت ته د پای ټکی کښېږدوي.