د افغانستان ماشومانو د قاسم سلیماني انځورونه جوړل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95164-د_افغانستان_ماشومانو_د_قاسم_سلیماني_انځورونه_جوړل_کړل
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان جنګ ځپلیو ماشومانو د اسلام د ویاړمن سردار او د قدس د ماشومانو د ملاتړي شهید قاسم سلیماني د انځورولو په جوړولو سره له نیواکګرانو سره په مبارزې کښې د هغه لاره ژوندۍ وساتله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2021 08:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان ماشومانو د قاسم سلیماني انځورونه جوړل کړل

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان جنګ ځپلیو ماشومانو د اسلام د ویاړمن سردار او د قدس د ماشومانو د ملاتړي شهید قاسم سلیماني د انځورولو په جوړولو سره له نیواکګرانو سره په مبارزې کښې د هغه لاره ژوندۍ وساتله .

د افغانستان مظلومو ماشومانو چې هیواد یې د امریکا لخوا په نیواک کښې دی له ترهګرۍ سره د مبارزې د اتل شهید قاسم سلیماني د انځورولو په جوړولو سره د اسلام د دغه ستر اتل له زړورتیاو ، سرشیندنو او فداکاریو څخه خپله ماشومانه روایت انځور کړ .

د افغانستان ماشومانو چې له امریکا څخه نفرت لري او ورته  غصه دي د اسلام د دغه اتل د یاد او خاطر په لمانځلو کښې په سپینو کاغذونو باندې د هغه د انځورولو په جوړولو سره ټینګار وکړ د قاسم سلیماني هدفونه چې له امریکا او ترهګرۍ  سره مبارزه ده تعقیبوي .

د افغانستان دغو زده کونکو د شهید قاسم سلیماني د زړورتیاو او سرشیندونو د درنښت لپاره چې د اسلام د ساتلو لپاره یې مبارزه کړي وه په خپله ماشومانه عاطفې او احساس سره د دغه ستر شخصیت انځورونه جوړ کړل چې وښي چې د یوه ګاونډي ، مسلمان، دوست او ورور هیواد په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت په څنګ کښې دي او د سردار قاسم سلیماني او دهغه د سرشیندنو درنښت کوي او د افغانستان مسلمان ملت به اجازه ورنکړي چې د پردیو هیوادونو شتون زمونږ د ګاونډیانو د ناامنۍ سبب شي .