د پمپئو خبرو ته د افغانستان غبرګون
د افغانستان حکومت د مایک پمپئو څرګندونو ته چې په دغه هیواد کې له تیر کال راهسې هیڅ یو امریکايي ځواک نه دی وژل شوۍ غبرګون وښود.
دواخان مینه پال نن ویلې دي چې د افغانستان حکومتي ځواکونه له یوې مودې راهسې بې له اړتیا د امریکې د څارنې لاندې د بهرینو ځواکونو تر څنګ له طالبانو سره جنګېږي او په یواځې د دې جنګ مدیریت کوي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئیو د شنبې په ورځ پخپل ټویئټ کې خبر ورکړی و چې په تیرو دولس میاشتو کې د افغانستان په خاوره هیڅ یو امریکایي ځواک نه دی وژل شوی.
د پومپیو څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکې لخوا د ۲۰۲۰ کال د فروري میاشتې په نوېشتمه نیټه لاسلیک شوې د یو پټ او غولونکي تړون په یوې برخه کې، امریکې طالبانو ته امتیازات ورکړل او له دې ډلې یې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د امریکې په ځواکونو له بریدونو ډډه وکړي.