د افغانستان په شمال ختیځ کې یوې چاودنې ۵ ملکي وګړي ووژل
Jan 04, 2021 02:54 Asia/Kabul
د افغانستان په کاپیسا ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې پنځه کسان وژل شوي او د دغه ولایت د عالمانو د شورا رئیس په ګډون یو شمېر کسان ټپي شوي.
د افغانستان د امنیتي سرچینو له راپور سره سم، دغه چاودنه د کاپیسا ولایت په مرکز کې د صیاد په سیمه کې شوې چي د پنځو کسانو د وژل کېدو او د دغه ولایت د عالمانو شورا د رئیس میرویس کریمي، په ګډون د یو شمېر کسانو د ټپی کېدو سبب وګرځېد.
د کاپیسا د ولایتي شورا رئیس محمد حسین سنجني افغان رسنیو ته وویل، چاودنه د عالمانو شورا د رئیس په موټر کې د ځای پر ځای شوی مغناطیسی ماین د امله رامینځ ته شوي.
د دغه ولایت د عالمانو شورا د رئیس روغتیايي وضعیت خراب بلل شوی دی.
د دې چاودنې مسوولیت تر دې دمه هیڅ یوه ډله په غاړه نه ده اخیستې.
ټیګونه