ننګرهارکی دطالبانو دپنځه کسیزه تروریستي ډلی مشر ونیول شو
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایي دملي امتیت ادارې کارکوونکو دجلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند ځنګل باغ سیمه کې دوسله والو طالبانو دپنځه کسیزه تروریستي ډلی مشر همایون ونیوه.
د ننګرهار والي وایي نیول شوي همایون چې دننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی اعتراف کړی چې تېر کال یې دجلال اباد ښار څلورمې ناحیی اړوند اکمالاتي بیز سیمه کې د استناف محکمې قاضي رفیع الدین اشنا دخپل کور مخی ته او دغه راز داوومې ناحیی په ځنګل باغ سیمه کې دملي امنیت اداری دوه کارکوونکي په ډزو ووژل.
د ننګرهار والي وویل نیول شوي تن دغه راز په ننګرهار پوهنتون.یو شمیر ښوونځیو مخې ته او ځینو نورو سیمو کې د ماینونو پر ایښودلو او چاودنو هم اعتراف کړی دی .
د والي پر وینا له نیول شوي تن څخه د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه پوښتنې ګرویګنې روانې دي .