ننګرهارکی دطالبانو دپنځه کسیزه تروریستي ډلی مشر ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95216-ننګرهارکی_دطالبانو_دپنځه_کسیزه_تروریستي_ډلی_مشر_ونیول_شو
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایي دملي امتیت ادارې کارکوونکو دجلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند ځنګل باغ سیمه کې دوسله والو طالبانو دپنځه کسیزه تروریستي ډلی مشر همایون ونیوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • ننګرهارکی دطالبانو دپنځه کسیزه تروریستي ډلی مشر ونیول شو

زمونږ خبریال وايي د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایي دملي امتیت ادارې کارکوونکو دجلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند ځنګل باغ سیمه کې دوسله والو طالبانو دپنځه کسیزه تروریستي ډلی مشر همایون ونیوه.

د ننګرهار  والي وایي نیول شوي همایون چې دننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی اعتراف کړی چې تېر کال یې دجلال اباد ښار څلورمې ناحیی اړوند اکمالاتي بیز سیمه کې  د استناف محکمې  قاضي رفیع الدین اشنا دخپل کور مخی ته او دغه راز داوومې ناحیی په ځنګل باغ سیمه کې دملي امنیت اداری دوه کارکوونکي په ډزو ووژل.

د ننګرهار والي وویل نیول شوي تن دغه راز په ننګرهار پوهنتون.یو شمیر ښوونځیو مخې ته او ځینو نورو سیمو کې د ماینونو پر ایښودلو او چاودنو هم  اعتراف کړی دی .

د  والي پر وینا له نیول شوي تن څخه د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه پوښتنې ګرویګنې روانې  دي .