د نیمروز ولایت په بمبارۍ کې ۱۴ تنه وژل شوي
د افغان رسنیو د راپورنو سره سم، پرون د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په منظري سیمه د افغان هوايي ځواک د بمباریو له امله ۱۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
که څه هم په لومړي سر کې له نیمروز ولایت څخه ځینو دولتي چارواکو په یادو بمباریو کې د طالبانو د سرې قطعې د غړو د وژل کېدو خبره کړې وه، خو وروسته د یادې سیمې اوسېدونکو د لږ تر لږه ۱۴ کسانو مړي د ولایت مخې ته د اعتراض په توګه وړي او ویلي چې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي.
بل پلو نن د هیواد د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر هم دلته د وژل شویو کسانو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده چې له دې سره ورته د نیمروز د والي دفتر هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې یو پلاوی سیمې ته لېږل شوی څو د ملکیانو د مرګژوبلې ادعا وڅېړي.