طالبان خلک په زوره په دغې ډلې کښې شاملوي
Jan 12, 2021 04:19 Asia/Kabul
د افغانستان په بدخشان ولایت کښې ملکي وګړي د طالبانو له خوا په زور د دغې ډلې په لیکو کښې شاملیدو ته مجبوروي.
د افغانستان په بدخشان ولایت کښې ملکي وګړي د طالبانو له خوا په زور د دغې ډلې په لیکو کښې شاملیدو ته مجبوروي.
آوا خبري آژانس لیکلي چې د بدخشان د پولیسو ویاند پرون وویل: طالبان له تیرې څه مودې راهیسې د راغستان ولسوالۍ ځوانان په زور او ګواښ سره د افغانستان له حکومتي ځواکونو سره جنګ ته مجبوروي.
ثنا ءا... روحاني زیاته کړه: د طالبانو دغه بدماش ډوله اقدام د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کښې د استوګنو کورنیو له مخالفت او اعتراض سره مخامخ شوی دی.
د ویلو ده چې طالبانو څو څو وارې په جنګونو کښې ملکي خلک د انساني ډال یا سپر په توګه کارولي دي.
راغستان ولسوالي د طالب ډلې په ولکه کښې ده.
ټیګونه