په افغانستان کې ځانمرګی بریدګر ژوندی و نیولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95338-په_افغانستان_کې_ځانمرګی_بریدګر_ژوندی_و_نیولې
نیول شوی بریدګر محمد «حضرت» نومیږي چې وسله والو طالبانو برید ته هڅولی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2021 10:47 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ځانمرګی بریدګر ژوندی و نیولې

نیول شوی بریدګر محمد «حضرت» نومیږي چې وسله والو طالبانو برید ته هڅولی و.

 

د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان ننګرهار ولایت والي ضیاالحق امرخیل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو پرون ماښام (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) ناوخته د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې عملیات ترسره کړل چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو له لوري خانمرګي برید ته چمتو شوی بریدګر ژوندی ونیوه.

امرخیل وایې، نیول شوی بریدګر محمد «حضرت» نومیږي چې وسله والو طالبانو برید ته هڅولی و.

والي زیاتوي: «نن ماښام ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر چې وسله والو طالبانو برید ته هڅولی ژوندی نیولی.»

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.