ننګرهار کښې د داعش لخوا نومول شوی مرستیال ولسوال ونیوې شو
د ننګرهار ولایت د مومندری ولسوالۍ لپاره د داعش دلی له لورې ټاکل شوی د ولسوال مرستیال ونیول شو
د ننګرهار ولایت د مومندری ولسوالۍ لپاره د داعش دلی له لورې ټاکل شوی د ولسوال مرستیال ونیول شو.
د افغانستان د ملی امنیت ادارې د ځانګړو ځواکونود قوماندانۍ له لورې خبري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تیره شپه دغو ځواکونو دننګرهار ولایت د مومندری په ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې پکې دیادې ولسوالۍ لپاره دداعش ډلی له لورې ټاکل شوی دولسوال مرستیال دهغه له یو بل ملګري سره ونیول شول . په خبر پاڼه کې راغلي چې دعملیاتو پر مهال یوه تومانچه ،مهمات او نور پوځی تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او دعملیاتو پر مهال وسله واله نښته نده رامنځته شوې . خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوی تن تر دی وړاندی د داعش ډلی دلوژستیک مسول په توګه دنده ترسره کوله او دغه راز یې ننګرهار ولایت ته له پاکستان څخه دداعش ډلی د غړو په رالیږدولوکې مرسته او مالي امکانات چمتو کول.