په افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې شپږ تنه مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95359-په_افغانستان_کې_کرونا_تېر_۲۴_ساعتونو_کې_شپږ_تنه_مړه_شوي
د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۱۰۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د څلور اویا پایلې یې مثبتې وې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2021 02:33 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې شپږ تنه مړه شوي

د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۱۰۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د څلور اویا پایلې یې مثبتې وې.

د کرونا دغه مثبتې پېښې د افغانستان په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، کندوز، بامیان، پروان، نیمروز، بدخشان، لوگر، هلمند، لغمان، خوست، پکتیکا او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او اووه سوه څلور اویا تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته یو سل او نهه نوي تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر څلور څلوېښت زره او اته سوه لس تنو ته ورسېد.        

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته شپږ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۱۴ تنو ته ورسېد.