د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې بنسټیزې پروژې پرانیستل شوې
نن د افغانستان لپاره له ترکمنستان سره په دریو مهمو د اوسپنې رېل پټلۍ، برښنا پروژې او نوري فایبر برخو کې لویې بنسټیزې پروژې پرانستل شوې.
د غو درېیو ګډو پروژو د پرانیستنې مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ښې او پیاوړې اړیکې شتون لري او د نویو پروژو پیل به دغه اړیکې لا پیاوړې کړي.
اشرف له ترکمنستان هېواد سره اړیکې مهمې وبللې او په دې برخه کې یې دنورو همکاریو غوښتنه وکړه.
اشرف غني همدارنګه زیاته کړه افغان ولس به نږدې راتلونکي کې د نورو داسې پروژو افتتاح هم وویني چې افغانستان د سیمې په څلورلارې بدلوي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ټولټال ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.