د ازبکستان او پاکستان چارواکو د افغانستان په موضوع خبرې اترې وکړې
د ازبکستان او پاکستان چارواکو په افغانستان کښې اوسنۍ حالات او د افغان مسئلې د هواري لپاره د نړيوالې ټولنې هلې ځلې وڅېړلې.
له تاشکنده د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي عصمت ا... ايرګاش يف او په تاشکند کښې د پاکستان سفير سيد علي اسد ګېلاني سره په کتنه کښې همدارنګ د افغانستان د صلحې د خبرو اترو د پروسې د شروع کېدو په شان په دې لړ کښې د ملګرتياو د پراختيا په باره کښې د نظر تبادله وکړه.
د پاکستان سفير په دغه هېواد کښې د اوږدمهالې صلحې په ټينګښت او همدارنګ د سيمه ايزې ملګرتيا پروسوته د دغه هېواد د جذب کولو لپاره د تاشکند په رول تاکيد وکړ.
پاکستان کوشش کوي چې د مرکزي اېشيا له هېوادونو سره خپل تعلقات زيات کړي او په خپله خاوره کښې د پانګونې لپاره ترې استفاده وکړي.