د ازبکستان او پاکستان چارواکو د افغانستان په موضوع خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95398-د_ازبکستان_او_پاکستان_چارواکو_د_افغانستان_په_موضوع_خبرې_اترې_وکړې
د ازبکستان او پاکستان چارواکو په افغانستان کښې اوسنۍ حالات او د افغان مسئلې د هواري لپاره د نړيوالې ټولنې هلې ځلې وڅېړلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2021 08:58 Asia/Kabul
  • د ازبکستان او پاکستان چارواکو د افغانستان په موضوع خبرې اترې وکړې

د ازبکستان او پاکستان چارواکو په افغانستان کښې اوسنۍ حالات او د افغان مسئلې د هواري لپاره د نړيوالې ټولنې هلې ځلې وڅېړلې.

له تاشکنده د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي عصمت ا... ايرګاش يف او په تاشکند کښې د پاکستان سفير سيد علي اسد ګېلاني سره په کتنه کښې همدارنګ د افغانستان د صلحې د خبرو اترو د پروسې د شروع کېدو په شان په دې لړ کښې د ملګرتياو د پراختيا په باره کښې د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان سفير په دغه هېواد کښې د اوږدمهالې صلحې په ټينګښت او همدارنګ د سيمه ايزې  ملګرتيا پروسوته د دغه هېواد د  جذب کولو لپاره د تاشکند په رول تاکيد وکړ.

پاکستان کوشش کوي چې د مرکزي اېشيا له هېوادونو سره خپل تعلقات زيات کړي او په خپله خاوره کښې د پانګونې لپاره ترې استفاده وکړي.