ننګرهار کښې د داعش ښاري ډلې غړے ونیول شو
Jan 18, 2021 04:08 Asia/Kabul
ننګرهارکښې په يولړ عملیاتو کښې د داعش د ښاري ډلې غړے ونیول شو.
د افغانستان په ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو سیمې په کاریزو کلي کې تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په مهال د داعش ډلې د ښاري شبکې غړے ثناءالحق له يو تفنګچې، یوې برچې، یو دروبین او یو لیپټاپ سره ژوندے نیول شوے.
په همدې حال کې ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو وړمه ورځ د خوږیاڼو په سرې کلا سیمه کې د ګډو نورو ځواکونو په ملاتړ عملیات ترسره کړل چې پر مهال یې درې وسله وال طالبان ژوبل او پاتې نور یې له سیمې څخه په تښتېدو مجبوره کړل.
ټیګونه