د هرات خلکو د هوايي ډګر د نوم په بدلولو اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95622-د_هرات_خلکو_د_هوايي_ډګر_د_نوم_په_بدلولو_اعتراض_وکړ
د هرات ښار د هوايي ډګر د نوم د بدلولو په لړ کښې د افغانستان د ولسمشر اقدام د خلکو له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2021 04:23 Asia/Kabul
  • د هرات خلکو د هوايي ډګر د نوم په بدلولو اعتراض وکړ

د هرات ښار د هوايي ډګر د نوم د بدلولو په لړ کښې د افغانستان د ولسمشر اقدام د خلکو له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د هرات ښار د هوايي ډګر د نوم د بدلولو په لړ کښې د افغانستان د ولسمشر اقدام د خلکو له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د افغانستان د هرات ښار خلکو په خواجه عبدالله انصاري باندې د هرات د هوايي ډګر د نوم د بدلولو په لړ کښې د ولسمشر اشرف غني اقدام یو غیرضروري کار وباله او هغه یې له خلکو سره لوبې وبللې.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر تیره پنجشنبه د افغانستان په لویدیځ کښې هرات ولایت ته په سفر کښې د دغه ولایت د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي وضعې د څیړنې په ترڅ کښې د هرات د هوايي ډګر نوم په خواجه عبدالله انصاري باندې کښې په دغه ولایت کښې په (د هرات په پیر) مشهور دی، ونوموه.

خواجه عبدالله انصاري د پنځمې پیړۍ یو ستر عالم، لیکوال او عارف دی او مقبره یې هم د افغانستان په هرات کښې ده.