کابل ننګرهار بیا چاودنو ولړزول
په قطر کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت دپلاؤ ترمینځ د بین الافغاني خبرواترو راتلونکي افغان خلک دومره نهیلي کړي دي ، چې نور ئې په دوام هیڅ ټينګار نه کوي ،چې همدغه یوه خبره ده چې دامریکائي استعمار خوښه ده او په دوحې کې د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ د پټو خبرواترو یوه سپيره نتیجه ده .
زمونږ خبریال د آریا نیوز خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د کابل په اتمې حوزې کې د نن سهار وختي د کار بم چاودنې له امله د خبر ترمخابیره کیدا پورې د درو کسانو دټپي کیدو ګونګوسې دي ډ البته ځیني سرچینې د ټپیانو شمیر یوپنځوس تنه ښئ .
همداراز په یوه بل خبرکې وئيل شوي دي ، نن سهار د ننګرهار ولایت دجلال آباد ښار څلورمه حوزه هم بم چاودنې لړزولې چې وئيل کیږي ،یو شمیر کسان ئې ټپیان کړي دي .ددغو چاودنو پړه د خبر ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې ، خو کره سرچینې وائي په قطر کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت دپلاؤ ترمینځ د بین الافغاني خبرواترو راتلونکي افغان خلک دومره نهیلي کړي دي ، چې نور ئې په دوام هیڅ ټينګار نه کوي ،چې همدغه یوه خبره ده چې دامریکائي استعمار خوښه ده او په دوحې کې د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ د پټو خبرواترو یوه سپيره نتیجه ده .