په کابل کې صنعتي کارخانې د مځکې له مشکل سره مخ دي
دوي غوښتنه کړې،چې له تیرو اتلسو کلونو راهسې د مځکې مشکل دې حل شي او که داسې نه وي ،نو زیاتره کارخانې لرونکي به دیواله شي او نور به څوک د کارخانو جوړولو ته بیا زړونه ښه نه کړي .
آریا نیوز خبري آژانس راپورورکړی، د افغانستان د کابل پلچرخي صنعتي کارخانو خاوندانو د افغانستان پرحکومت په سختو نیوکو سره وئيلی دي،چې په تیرو اتلسو کلونو کې ددوي لپاره دمځکې مشکل حل شوی نه دی .
د پل چرخي په صنعتي پارک کې یو شمیر کارخانه دارو پخپلو څرګندونو کې وئيلي دي،په دغه پارک کې کابو شپیته فی صدي کارخانې دکرائې په ځایونو کې فعالیت کوي،چې تاوانونه ئې زیات شوي دي .
د دوي په وینا په دغه صنعتي پارک کې کابو شپیته فی صدي مځکې او ځایونه هغوکسانوته ورکړل شوي دي،چې کارخانې نه لري او دغه کسان همدغه مځکې بیا دکارخانو خاوندانو ته په څو چنده کرائې ورکوي .دوي غوښتنه کړې،چې له تیرو اتلسو کلونو راهسې د مځکې مشکل دې حل شي او که داسې نه وي ،نو زیاتره کارخانې لرونکي به دیواله شي او نور به څوک د کارخانو جوړولو ته بیا زړونه ښه نه کړي .