په کابل کې صنعتي کارخانې د مځکې له مشکل سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95630-په_کابل_کې_صنعتي_کارخانې_د_مځکې_له_مشکل_سره_مخ_دي
دوي غوښتنه کړې،چې له تیرو اتلسو کلونو راهسې د مځکې مشکل دې حل شي او که داسې نه وي ،نو زیاتره کارخانې لرونکي به دیواله شي او نور به څوک د کارخانو جوړولو ته بیا زړونه ښه نه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2021 08:18 Asia/Kabul
  • په کابل کې صنعتي کارخانې د مځکې له مشکل سره مخ دي

دوي غوښتنه کړې،چې له تیرو اتلسو کلونو راهسې د مځکې مشکل دې حل شي او که داسې نه وي ،نو زیاتره کارخانې لرونکي به دیواله شي او نور به څوک د کارخانو جوړولو ته بیا زړونه ښه نه کړي .

آریا نیوز خبري آژانس راپورورکړی، د افغانستان د کابل پلچرخي صنعتي کارخانو خاوندانو د افغانستان پرحکومت په سختو نیوکو سره وئيلی دي،چې په تیرو اتلسو کلونو کې ددوي لپاره دمځکې مشکل حل شوی  نه دی .

د پل چرخي په صنعتي پارک کې یو شمیر کارخانه دارو پخپلو څرګندونو کې وئيلي دي،په دغه پارک کې کابو شپیته فی صدي کارخانې  دکرائې په ځایونو کې فعالیت کوي،چې تاوانونه ئې زیات شوي دي .

 د دوي په وینا په دغه صنعتي پارک کې کابو شپیته فی صدي مځکې او ځایونه هغوکسانوته ورکړل شوي دي،چې کارخانې نه لري او دغه کسان همدغه مځکې بیا دکارخانو خاوندانو ته په څو چنده کرائې  ورکوي .دوي غوښتنه کړې،چې  له تیرو اتلسو کلونو راهسې د مځکې  مشکل دې حل شي او که داسې نه وي ،نو زیاتره کارخانې لرونکي به دیواله شي او  نور به څوک د کارخانو جوړولو ته بیا زړونه ښه نه کړي .     

Image Caption