په افغانستان کې د وینې بهیدا درست ملت او هیواد ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95728-په_افغانستان_کې_د_وینې_بهیدا_درست_ملت_او_هیواد_ګواښي
کابو له درو اونیو راهسې د قطر په دوحې کې دبین الافغانی خبرواترو دوهم بهیر پيل شوی خو تر دې دمه ئې هیح پرمختګ نه دی کړی او دواړه لوري پخپلو دریځونو هماغه شان ټينګار کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2021 01:04 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د وینې بهیدا درست ملت او هیواد ګواښي

کابو له درو اونیو راهسې د قطر په دوحې کې دبین الافغانی خبرواترو دوهم بهیر پيل شوی خو تر دې دمه ئې هیح پرمختګ نه دی کړی او دواړه لوري پخپلو دریځونو هماغه شان ټينګار کوي

زمونږخبریال د آوا خبری اژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان  ولسمشر اشرف غني پرون د عبدا... عبدا...، حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف پشول له ځينو سیاستوالانو او مخه ورو  سره لیده کاته او د سیاسی   اجماع او دسولې د روان بهیر په باب ورسره خبرې اترې کړي دي

په راپور کې وئيل شوي دي  د طالبانو ډلې  دخونړیو حملو دوام ، دمقناطیسي بم چاودنو زیاتیدا ، د اور بند ټينګیدا ، دجنګ جګړو  او شخړو ختمیدا، تاؤتریخوالی ، سیاسی اجماع او د امنیت تامینیدا  د دملی مصالحې د عالی شورا له مشر ، پخواني ولسمشر  او له  یوه مخه ور جهادی مشر  سره د اشرف غني د  خبرواترو مهمې موضوعګانې وې.

 دالیده کاته په داسې حال کې شوي چې  کابو له درو اونیو راهسې  د قطر په دوحې کې  دبین الافغانی  خبرواترو دوهم بهیر پيل شوی خو تر دې دمه ئې هیح پرمختګ نه دی کړی او  دواړه لوري پخپلو دریځونو هماغه شان ټينګار کوي  

Image Caption