د اسلام ددښمنانو په وړاندې د مسلمانانو یووالی اړین دی
باید نوره درست مسلمانان استعماري او استکباري لړیو ته پخپلو کې دجنګولو اجازت ورنکړي او خپل قدرت او اقتدار دې د وحدت اویووالي په توان سره وساتي.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دهرات داسلامی اخوت د شورا ددفتر مشر سید احمد ا خونزداده په یولړ څرګندونو کې د دښمنانو د دسیسو په وړاندې د دغه هیواد د مسلمانانو پر اتحاد ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، عالمان باید داسلام دښمنانو ته اجازت ورنکړي چې داهل تشیَع او اهل تسنن د دوو مذهبونو دپيروکارو ترمینځ درز اوتفرقه رامینځةکړي .
د افغانستان د هرات د اسلامی اخوت شورا ددفتر مشر په راتلونکي کې د امامت دآسمان دشپږم ځلانده ستوري حضرت امام جعفر صادق علیه السلام دعلمي شخصیّت د ارزونې دیوه علمي اوڅیړنیز سیمنار ترسره کیدا ته په اشارې سره وئيلي ، ددغه سیمنار جوړیدا پر ټولنې کې د وحدت او یووالی پياوړتیا ده چې په چورلټ ډول ددغه شان سیمنارونو ترسره کیدا د اسلامی مذهبونو ترمینځ د ورورولۍ اوپيوستون دپراختیا لامل کیږي او باید نوره درست مسلمانان استعماري او استکباري لړیو ته پخپلو کې دجنګولو اجازت ورنکړي او خپل قدرت او اقتدار دې د وحدت اویووالي په توان سره وساتي.