چین ته دافغانستان صادرات ۸۶في صدو پورې زیات شوي
د ا فغانستان په صادراتو کې تر ټولو زیاته برخه مالوچ ،وچه میوه، ګرانبیّه کاڼي شامل دي .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چین ته ددغه هیواد دصادراتو اندازه په ۲۰۱۹کال کې له ۲۹میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۰کال کې څلور پنځوس میلیون ډالرو ته زیاته شوې ده .
د ا فغانستان په صادراتو کې تر ټولو زیاته برخه مالوچ ،وچه میوه، ګرانبیّه کاڼي شامل دي .
د افغانستان د تجارت او صنعتي چارو وزیر نثار احمد غوریاني د کروناویروس له امله د محدودیّتونو سوکه سوکه ختمیدا د صادراتو د اندازې دزیاتیدا دلیل دی .
د خپرو شوو احصایو په اساس، افغانستان په روان کال کې ، څلور سوه څلور دیرش میلیون ډالرو په ارزښت صادرت درلودلي چې له تیر کال سره په پرتله کې کابو دوه فی صده کمښت ښئ .