طالبان وائي که اشرف غنی استعفی ورکړي،سوله منو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95854-طالبان_وائي_که_اشرف_غنی_استعفی_ورکړي_سوله_منو
په افغانستان کې اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ شوي موافقې او دغه راز د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ د احتمالي موافقې څخه درست افغان ولس نهیلی شوی او د دوحې خبرې د امریکائي استکبار یوه ستره دسیسه ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • طالبان وائي که اشرف غنی استعفی ورکړي،سوله منو

په افغانستان کې اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ شوي موافقې او دغه راز د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ د احتمالي موافقې څخه درست افغان ولس نهیلی شوی او د دوحې خبرې د امریکائي استکبار یوه ستره دسیسه ګڼي.

زمونږخبریال راپور راکړ د  طالبانوډلې دیوه پلاوي مشر عباس ستانکزئ چې  پرون د سولې د بهیر په اړه  د روسیې  له چارواکو سره  دخبرواترو لپاره ماسکو ته تللی ،نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي  د افغانستان دسولې په وړاندې داشرف غني حکومت خنډ دی که اشرف غنی  مستفقی شي ،نو دغه خنډ لیرې کیږي او دوی به هم سولې ته غاړه کیږدي .

د طالبانو د مرکچي او سياسي دفتر مرستيال عباس ستانکزي،  په مسکو کې خبرې ناسته درلوده چې پکې يې  ويلي، کله چې سوله راځي، نو د اوسني حکومت په ځای به يو بل اسلامي حکومت راځي، نو په همدې خاطر اشرف غني او حکومت يې د سولې مخالفت کوي.

نوموړی سره له دې چې وايي، د افغانستان د راتلونکي نظام جوړښت په افغانانو پورې تړاو لري، خو زياتوي: “د امریکا او طالبانو ترمینځ هوکړه کې راغلي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به يو اسلامي حکومت وي، نو طبيعي ده چې د اشرف غني حکومت به دې سره ختميږي.”

دی زياتوي: “د بهرنيو ځواکونو په شتون کې موږ وسله پر ځمکه نه شو ایښودلی. که همدا اوس اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې زه استعفا کوم او د نوي حکومت لپاره د سولې قرباني ورکړي…. په همدې دلیل هم مذاکرات کوو. مونږ له امریکا سره اور بند کړی نو په همدې خاطر ورسره جنګ نه کوو ،البته دکابل حکومت  سره په دې خاطر جنګ کوو ،چې دوي یوې ژمنې ته هم پابنده نه دي  او دطالبانو په ضدعملیات کوي .