په افغانستان کې واک یوازې د ولس ټاکونکو ته سپارل کیږي
د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ په دغه هیواد کې د جنګ جګړو د ختمولو په خاطر دسولې د خبرواترو دوهم پړاؤ د جنورۍ له نهمې په دوحې کې پيل شوي ،خو تر دې دمه ئې هیڅ مثبته نتیجه افغان ولس نه ده لیدلې او د افغانستان وضعیّت ورځ تر بلې لاپسې ترینګلی کیږي .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویندوي دواخان مینه پال دطالبانو ډلې دسیاسی دفتر دمرستیال عباس ستانکزي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي په دغه هیواد کې دقدرت سپارل یوازې د ولس ټاکل شوو کسانو ته ممکن دي .
شیرمحمد عباس ستانکزي پرون سهار په ماسکو کې په خبرې ناستې کې وئيلي وو ، که د افغانستان ولسمشر اشرف غني استعفی ورکړي،نو طالبانوډله حاضره ده چې اوربند اوله نوي حکومت سره خبرې وکړي .