په هرات کې یو جهادي قوماندان مخ پټو کسانو وواژۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95864-په_هرات_کې_یو_جهادي_قوماندان_مخ_پټو_کسانو_وواژۀ
په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ټارګټ کلینګ په داسې حال کې یو ځل بیا سر راپورته کړی ، چې د افغانستان حکومت او طالبانو ډله د امریکا په خاصو لاسوهنو سره په قطر کې له څو میاشتو راهسې په جنګ ځپلي افغانستان کې د روغې جوړې لارې چارې لټوي، خو هیڅ مثبته نتیجه ئې نه ده معلومه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2021 01:11 Asia/Kabul
  • په هرات کې یو جهادي  قوماندان مخ پټو کسانو وواژۀ

په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ټارګټ کلینګ په داسې حال کې یو ځل بیا سر راپورته کړی ، چې د افغانستان حکومت او طالبانو ډله د امریکا په خاصو لاسوهنو سره په قطر کې له څو میاشتو راهسې په جنګ ځپلي افغانستان کې د روغې جوړې لارې چارې لټوي، خو هیڅ مثبته نتیجه ئې نه ده معلومه

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان په هرات ولایت کې  یو جهادي قوماندان  او په ګل احمد شهري مشهور ګل احمد چودنګر د هرات په پل رنګینه سیمې کې مخ پټو کسانو په ټکه وواژۀ .

 د خبر تر مخابیره کیدا پورې  ئې چا پړه په غاړه نه ده اخستې

د افغانستان دهرات پولیسو څيړنې پيل کړي، البته وئيل کیږي ، چې دغه شان کرغیړن  اقدامات د وسلوالو طالبانو کار دی خو  طالب مسئولانو تر دې دمه په دې اړه چپه خوله دي . په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې  ټارګټ کلینګ په داسې حال کې  یو ځل بیا سر راپورته کړی ، چې  د افغانستان حکومت او طالبانو ډله  د امریکا په خاصو لاسوهنو سره په قطر کې له څو میاشتو راهسې  په جنګ ځپلي افغانستان کې  د  روغې جوړې  لارې چارې لټوي، خو هیڅ مثبته نتیجه ئې نه ده معلومه