په هرات کې یو جهادي قوماندان مخ پټو کسانو وواژۀ
په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ټارګټ کلینګ په داسې حال کې یو ځل بیا سر راپورته کړی ، چې د افغانستان حکومت او طالبانو ډله د امریکا په خاصو لاسوهنو سره په قطر کې له څو میاشتو راهسې په جنګ ځپلي افغانستان کې د روغې جوړې لارې چارې لټوي، خو هیڅ مثبته نتیجه ئې نه ده معلومه
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان په هرات ولایت کې یو جهادي قوماندان او په ګل احمد شهري مشهور ګل احمد چودنګر د هرات په پل رنګینه سیمې کې مخ پټو کسانو په ټکه وواژۀ .
د خبر تر مخابیره کیدا پورې ئې چا پړه په غاړه نه ده اخستې
د افغانستان دهرات پولیسو څيړنې پيل کړي، البته وئيل کیږي ، چې دغه شان کرغیړن اقدامات د وسلوالو طالبانو کار دی خو طالب مسئولانو تر دې دمه په دې اړه چپه خوله دي . په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ټارګټ کلینګ په داسې حال کې یو ځل بیا سر راپورته کړی ، چې د افغانستان حکومت او طالبانو ډله د امریکا په خاصو لاسوهنو سره په قطر کې له څو میاشتو راهسې په جنګ ځپلي افغانستان کې د روغې جوړې لارې چارې لټوي، خو هیڅ مثبته نتیجه ئې نه ده معلومه