ننګرهار کښې څلور تنه داعشيان ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95920-ننګرهار_کښې_څلور_تنه_داعشيان_ونیول_شول
د ننګرهار چارواکو د څلورو داعشي ترهه ګرو د نيول کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2021 11:48 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې څلور تنه داعشيان  ونیول شول

د ننګرهار چارواکو د څلورو داعشي ترهه ګرو د نيول کېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دننګرهار ولایت د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ له لورې رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې تیره شپه دغو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو په سیمه کښې چې د جلال اباد ښار د سهیل  په پنځلس کیلومترۍ کښې پرته ده د شپې عملیات تر سره کړي چې پکې څلور تنه داعشي ترهه ګر نیول شوي دي په خبر پاڼه کښې راغلي چې نیول شویو کسانو د داعش ډلی لپاره د تبلیغاتو، او جلب وجذب سربیره په جلال اباد ښار کې د حکومتي کارکوونکو په نښه کولو او وژلو چارې هم په مخفي ډول تر سره کولې.  په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان د نورو معلوماتو تر لاسه کولو او پلټنو لپاره بلې سیمې ته لیږل  شوي دي.