طالبان دې په افغانستان کې دعامو خلکو وینه بهول ودروي
په داداسې حال کي چې له طالبانو ډلې سره د افغانستان د سولې د خبرواترو بهیر چې له پنځو میاشتو مخکې راهسې پيل شوی،د شکونو په شپول کې دی او تردې دمه ئې له نهیلیتوب او ناامیدۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې ، خو کارپيژاندي په دې اند دي چې له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو نیواکګرو په وتلو سره جنګ او وژلې پاي ته وسیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر یولوړروتبه سلاکار وحید عمر په کابل کې په خبري ناستې کې وئيلي دي ، دطالبانو جنګ د ولس په ضد دی ځکه دوی دجنګ قربانيان دي او دغه ډله باید له ولس سره سوله وکړي او د جنګ دختمیدا په باب دې د دوي غوښتنه ومني .
وحید عمر ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان ولس او دسیمې هیوادونه د افغانستان د سولې په بهیر کې نسبي اجماع لري زیاته کړې ،طالبان دې د اور بند په منلو سره د سولې په بهیر کې لومړنی ګام پورته کړي .
ددغه افغان چارواکي په وینا، ددغه هیواد خلک داسې سوله غواړي ، چې په نتیجه کې ئې افغانستان باثباته ډيموکراټيک او د نظام خاوند شي ..
داپه داسې حال کې دي چې له طالبانو ډلې سره دافغانستان دسولې دخبرواترو بهیر چې له پنځو میاشتو مخکې راهسې پيل شوی ، د شکونو په شپول کې دی او تر دې دمه ئې له نهیلیتوب او ناامیدۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې ، خو کارپيژاندي په دې اند دي چې له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو نیواکګرو په وتلو سره جنګ او وژلې پاي ته وسیږي .