طالبان دې په افغانستان کې دعامو خلکو وینه بهول ودروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95950-طالبان_دې_په_افغانستان_کې_دعامو_خلکو_وینه_بهول_ودروي
په داداسې حال کي چې له طالبانو ډلې سره د افغانستان د سولې د خبرواترو بهیر چې له پنځو میاشتو مخکې راهسې پيل شوی،د شکونو په شپول کې دی او تردې دمه ئې له نهیلیتوب او ناامیدۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې ، خو کارپيژاندي په دې اند دي چې له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو نیواکګرو په وتلو سره جنګ او وژلې پاي ته وسیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2021 08:49 Asia/Kabul
  • طالبان دې په افغانستان کې دعامو خلکو وینه بهول ودروي

په داداسې حال کي چې له طالبانو ډلې سره د افغانستان د سولې د خبرواترو بهیر چې له پنځو میاشتو مخکې راهسې پيل شوی،د شکونو په شپول کې دی او تردې دمه ئې له نهیلیتوب او ناامیدۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې ، خو کارپيژاندي په دې اند دي چې له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو نیواکګرو په وتلو سره جنګ او وژلې پاي ته وسیږي .

زمونږخبریال راپور  راکړ  د افغانستان د ولسمشر یولوړروتبه سلاکار وحید عمر په کابل کې په خبري ناستې کې وئيلي دي ،  دطالبانو جنګ د ولس په ضد دی ځکه دوی دجنګ قربانيان دي  او دغه ډله باید  له  ولس سره سوله وکړي او  د جنګ  دختمیدا په باب دې د دوي غوښتنه ومني .

 وحید عمر ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان ولس او دسیمې هیوادونه د افغانستان د سولې په بهیر کې نسبي اجماع  لري زیاته کړې ،طالبان دې د اور بند په منلو سره د سولې په بهیر کې لومړنی ګام پورته کړي .

 ددغه افغان چارواکي په وینا، ددغه هیواد خلک داسې سوله غواړي ، چې  په نتیجه کې ئې  افغانستان باثباته ډيموکراټيک او  د  نظام خاوند شي ..

داپه داسې حال کې دي چې  له طالبانو ډلې سره دافغانستان دسولې  دخبرواترو بهیر چې له پنځو میاشتو مخکې راهسې پيل شوی ،   د شکونو په شپول کې دی او تر دې دمه ئې  له نهیلیتوب  او ناامیدۍ پرته بله هیڅ نتیجه  نه ده  درلودلې ، خو کارپيژاندي په دې اند دي چې  له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو نیواکګرو په وتلو سره  جنګ او وژلې پاي ته وسیږي .