طالبان دعامو خلکو په وژلو کې هیڅ لاس نه لري
د افغانستان زیاتره شناندي او کارپوهان اوسیاستوالان په دې اند دي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه او طالبان ددغه هیواد بې ګناه خلکو د وینو بهولو لاملونه برابر کړی او نه غواړي دغه وینو بهیدا او شخړې پاي ته ورسږیي .
د طالبانو یوه ونیدوي ذبیح ا...مجاهد نن مونږ ته دیوې اعلامیې په رالیږلو سره پر طالبانو دځينو اروپائي او نورو هیوادونو له خوا د لګول شوو تورونو په ردولو سره وئيلي دي ،طالبان د افغانستان عاموخلکو په وژلو د عام المنفعه ځایونو په ویجاړولو او هدفي وژنو کې هیڅ لاس نه لري او دا یوازې د استعماري ا و استکباري کړیو تورونه دي .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ددغو هیوادونو لګول شوي تورونه هیڅ حقیقت نه لري،له پيله دطالبانو پاليسي دا ده چې ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې شي.
مجاهد په دغې اعلامیې کې دغه راز په ډاګه کړې ده ،په افغانستان کې د روان بحران اصلي او د لومړۍ درجې عامل بهرنی نیواکدی چې له امله ئې پوره شل کاله افغانان ووژل شول، په افغانستان بانډې ئې یو بې کفایته حکومت پر خلکو تپلی او لاهم د همدې په فساد ککړ رژيم حمایت ته دوام ورکوي .
په دغې اعلامیې همداراز وئیل شوي دي ،له بده مرغه د افغانستان په درستو وژلو اوتباهیو کې د اروپايي ټولنې په شمول اکثره هیوادونه مخامخ یا بالواسطه ښکیل دي او ځينې يې لاهم هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو پوځیانو شتون تمدید شي او روانه جګړه لاهم دوام وکړي .طالبان دا بشپړ حق لري ، چې دخپل هیواد په روا دفاع سره له نیواکګرو عسکرو خپل هیواد وژغوري .
ذبیح ا... مجاهد په دغې اعلامیې کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دشوي موافقې یو ځل بیا په ملاتړسره وئيلي دي ،که د دوحې تړون عملي شي،هم د امریکا او نورو ښکیلو هیوادو په خیر او ګټه دی او هم د افغانانو، خو که څوک د دوحې تړون له نظره وغورځوي، د جګړې دوام او د اشغال تمدید ته بهانې ولټوي،نو افغان مجاهد ولس به هماغه د تیرو وختونو په څيرله خپلو ارزښتونو، خاورې، هيواد او حقوقو څخه په میړانه دفاع وکړي
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان زیاتره شناندي او کارپوهان اوسیاستوالان په دې اند دي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه او طالبان ددغه هیواد بې ګناه خلکو د وینو بهولو لاملونه برابر کړی او نه غواړي دغه وینو بهیدا او شخړې پاي ته ورسږیي .