د پاکستان له خاورې پر افغانستان بیا توغندي ویشتل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96014-د_پاکستان_له_خاورې_پر_افغانستان_بیا_توغندي_ویشتل_شوي
ډیری شناندي او کارپوهان وائي ددواړو هیوادونو پوځي او سیاسی چارواکي دې دغه موضوع په خپل مینځیو کې سره حل کړي او دریمګړي ته دې له خړو اوبو دکبانو د نیولو موقعه په لاس نه ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2021 01:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان له خاورې پر افغانستان بیا توغندي ویشتل شوي

ډیری شناندي او کارپوهان وائي ددواړو هیوادونو پوځي او سیاسی چارواکي دې دغه موضوع په خپل مینځیو کې سره حل کړي او دریمګړي ته دې له خړو اوبو دکبانو د نیولو موقعه په لاس نه ورکوي .

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ د  افغانستان د کونړ  والي محمد اقبال سعید  پرون ناوخته وئيلي دي ،د پاکستان له خاورې  د  افغانستان په خیتّځ کونو ولایت کې په شلتن ،کنړ  ولسوالیو باندې په کورونو  او  نورو ځایونو په لسګونو توغندي لګیدلي دي  البته د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه ئې تر دې دمه کوم راپور نه دی ترلاسه شوي .

 دکنړ والي  همداراز  دغه شان توغندوي حملې  د ښه ګاونډیتوب او دنړیوالو اصولو خلاف بللي  او  ددغه شان  بریدونو ددریدا غوښتنه ئې کړې ده .

 د افغانستان  او پاکستان پر سرحدي سیمو دیوه بل  له خاورې توغندوي بریدونه او ترهه ګرې حملې   په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو  په اړیکو  کې ترینګلتیاوې رامینځةکړي دي .البته  ډیری شناندي او کارپوهان وائي  ددواړو هیوادونو پوځي او سیاسی چارواکي دې دغه موضوع  په خپل مینځیو کې سره حل  کړي او دریمګړي  ته دې له خړو اوبو دکبانو د نیولو موقعه په لاس نه ورکوي .