ولسمشر قدرت یوازې د انتخاباتو له لارې جانشین ته سپاري
دطالبانو د یوه سياسی پلاوي مشر محمد عباس ستانکزي ماسکو ته په سفر کې وئيلي وو ، که اشرف غنی استعفی ورکړي ،نو طالبان حاضر دي ، د یوه نوي حکومت لپاره خبرې اترې وکړي ، چې دغې چارې په افغانستان کې یو لړ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي .
زمونږخبریال د آوا خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویندوي دواخان مینه پال پرون ناوخته په ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، د ولس لپاره له جمهوریت پرته ،بل هیڅ نظام د منلو وړ نه دی .
دواخان مینه پال وئيلي دي ، د ملت واضح هوډ او اراده دا ده چې حکومت تر ټاکل شوي وخت پورې داساسي قانون داحکامو په رڼا کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي .
له خبرو سرچینو یو بل خبر دا چې د بلخ یو شمیر مدني فعالانو هم په یوې غونډې کې له اوسني نظامه دملاتړ په اعلانولو سره ، ټينګار کړی ، موقته حکومت د افغانستان ټولنه د یوې بې قانونه ټولنې په لور کاږي ، چې ډیر تاوانونه به واړوي .
دا په داسې حال کې دي چې دطالبانو د یوه سياسی پلاوي مشر محمد عباس ستانکزي ماسکو ته په سفر کې وئيلي وو ، که اشرف غنی استعفی ورکړي ،نو طالبان حاضر دي ، د یوه نوي حکومت لپاره خبرې اترې وکړي ، چې دغې چارې په افغانستان کې یو لړ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي .
همداراز په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه فرمان کې د مالیې وزارت د ۱۳۸کارکونکو دلیرې کولو حکم صادر کړی دی. داپه داسې حال کې دي چې د مالیې دوزارت مطبوعاتي مسئول فریدنوشت وئيلي دي ، دغه فرمان په داسې حال کې صادر شوی چې له دې مخکې د مالیې وزارت ددغو کارکونکو له ګوښه کولو سره مخالفت کړی ؤ