طالبانو په بې دلیله پلمو د سولې خبرې ځنډولي
طالبان د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اصلي خبرو پرځای په سفرونو او حاشیې رامینځةکونکو بحثونو بوخت دي، خو وسله وال یې په افغانستان کې د خلکو پرضد تاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ ته دوام ورکوي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدا... عبدا... ددغه هیواد دسولې په خبرو اترو کې ځند مسئولیّت پر طالبانو اچولی او له دغې ډلې ئې غوښتي دي ، دجنګ جګړو دختمولو لپاره دې له رامینځةشوي فرصته استفاده وکړي او بې دلیله او ناسمو پلمو سره دې د سولې په خبرو کې د ځنډ باعث نه کېږي.
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا دفتر پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره په قطر کې له طالبانو ډلې سره د افغانستان د حکومت د سولې دخبرواترو ددریدا په باب وئيلي دي ، د کابل دحکومت پلاوی په بشپړ صلاحیّت سره په دوحې کې شتون لري ،خو طالببان په ناسمو او بې دلیله پلمو ، نامعقوله ا نګیزو سره ددغو خبرواترو په پيلیدا کې د ځنډ لامل شوي دي .
د جنوري په پنځمه د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو د دوهمې مرحلې له پیل راهیسې بین الافغاني مذاکرات په ټپه درېدلي دي.
د سولې د عالي شورا په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ، طالبان د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اصلي خبرو پرځای په سفرونو او حاشیې رامینځةکونکو بحثونو بوخت دي، خو وسله وال یې په افغانستان کې د خلکو پرضد تاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ ته دوام ورکوي .
په عین حال کې د افغانستان د ملی مصالحې د عای شورا یوه مسئول مقام یونس قانوني هم ټينګار کړی که له طالبانو سره دسولې خبرې اترې نتیجه ورنه کړي ،نو له دغې ډلې دمقابلې لپاره دملی بسیجي ځواک پلان اجرائي کیږي . دافغانستان ولس لپاره یوازې د هغه نظام جوړښت دمنلو وړ دی چې پکې قومي ،سیاسی او جنسیّتي او د تیرو شلو کلونو ډولوالی په نظر ونیول شي .