که امریکا د سولې له موافقې سروغړوي ستر تاوان به وویني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96136-که_امریکا_د_سولې_له_موافقې_سروغړوي_ستر_تاوان_به_وویني
امریکا په قطر کې له طالبانو ډلې سره له افغانستانه دخپلو عسکرو د ویستلو ژمنه کړې ده . خو بیا هم د افغانستان د اوسني حکومت او طالبانو ډلې ترمیڼځ په دوحې کې په روانو بین الافغاني خبرواترو کې د خار پار اچولو لپاره په دوکو او غولولو پسې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2021 01:40 Asia/Kabul
  • که امریکا د سولې له موافقې سروغړوي  ستر تاوان به وویني

امریکا په قطر کې له طالبانو ډلې سره له افغانستانه دخپلو عسکرو د ویستلو ژمنه کړې ده . خو بیا هم د افغانستان د اوسني حکومت او طالبانو ډلې ترمیڼځ په دوحې کې په روانو بین الافغاني خبرواترو کې د خار پار اچولو لپاره په دوکو او غولولو پسې ده .

 ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ  د طالبانو ډلې مشرانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره  امریکا  ته جدي ګواښ کړی ، که عسکر ئې دمئ تر وروستیو پورې له افغانستانه  دشوي موافقې په اساس   ونه وځي ، نو ډير ستر  خطرناک جنګ به وویني او جبرانول به ئې بیا ممکن نه وي .

 طالبانو پخپلې اعلامیې کې  همداراز وئیلي دي که  دیرغلګرو د وتلو تاریخ نیټه تمدید شي ،نو ستره شخړه  به  وویني . طالبانو خبرداری ورکړی ، که د دوحې موافقه لغوه  شي ،  نو دا به د یوې داسې ستر   او خطرناک جنګ لامل شی ، چې  مسئولیت به ئې په مستقیم ډول د امریکا یانو په اوږو وي .

 په دغې اعلامیې کې همداراز دامریکا دکانګرس د افغانستان د مطالعې ډلې هغهوروستي راپورته اشاره کړې چې  سپارښتنه ئې کړې ده،دجوبایډن حکومت دې له افغانستانه د خپلوعسکرو دویستلو تاریخ تمدید کړي.

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان د دفاع وزارت ویندوي جان کربی په یوې  خبرې ناستې کې  وئيلی دي ،واشنګټڼ  دم ګړۍ  له افغانستانه دخپلو عسکرو د وباسلو لپاره  هیڅ فیصله  نه لري .حال دا چې امریکا په قطر کې له طالبانو ډلې سره  له افغانستانه دخپلو عسکرو  د ویستلو ژمنه کړې ده .  خو بیا هم  د افغانستان د اوسني حکومت او طالبانو ډلې ترمیڼځ  په دوحې کې  په روانو بین الافغاني خبرواترو کې د خار پار اچولو لپاره  په دوکو او غولولو پسې ده .