په افغانستان کې نور ۱۲۰طالبان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96138-په_افغانستان_کې_نور_۱۲۰طالبان_وژل_شوي_دي
، په مختلفو سیمو کې د طالبانو کابو پنځه څلویښت چاودنې ته تیار بمونه اوماینونه هم کشف او ضبط شوي دي ، دغه زیاتره پيښې په ننګرهار ،غزني ، کندهار ، ارزګان ،فراه ، هرات ،سرپل ،بغلان ، فاریاب جوزجان او هلمند ولایتونو کې شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2021 01:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې نور ۱۲۰طالبان وژل شوي دي

، په مختلفو سیمو کې د طالبانو کابو پنځه څلویښت چاودنې ته تیار بمونه اوماینونه هم کشف او ضبط شوي دي ، دغه زیاتره پيښې په ننګرهار ،غزني ، کندهار ، ارزګان ،فراه ، هرات ،سرپل ،بغلان ، فاریاب جوزجان او هلمند ولایتونو کې شوي دي .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت پرون  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،په تیرو شواروز کې  د افغانستان ملی اردو او امنیتی ځواک په  بیلابیلو ولایتونو کې په ګډو عملیاتو کې    د طالبانو یو سل شل کسان وژلي او دغه راز  کابو  اته څلویښت نورئې ټيان اویو شمیر نور ئې ژوندي نیولي او د دوي  زیات شمیر وسله ،مهمات، تجهیزات او په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي ئې هم کشف او ضبط کړي دي .

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، په مختلفو سیمو کې د طالبانو  کابو پنځه څلویښت  چاودنې ته تیار بمونه اوماینونه هم کشف او ضبط شوي دي ، دغه زیاتره  پيښې په ننګرهار ،غزني ، کندهار ، ارزګان ،فراه ، هرات ،سرپل ،بغلان ، فاریاب جوزجان  او هلمند ولایتونو  کې  شوي دي .