طالبان د افغان ولس نااهل وروڼه دي
داپه داسې حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا تر مینځ په شوي موافقې کې امریکا له خپلوژمنتیاؤ سرغړوي اوهڅه کوي،په افغانستان کې دترینګلتیاؤ په دوام سره خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي ،خو نور افغان ولس د دوي په دوکو او دسیسو نه غولیږي او هیڅکله به هم پخپل اتحاد اوانسجام سره استکباري کړۍ پخپل هیواد کې سپیرو موخو ته پرې نه ږدي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړی ، د افغانستان د ولسمشر دسیاسی او امنیتي چارو سلاکار او د حزب وحدت اسلامی ګوند مشر محمد محقق د خپل زوی محمد باقر محقق په لومړنۍ کلیزې کې ، دبین الافغاني خبرواترو بهیر ته په اشارې سره وئيلي دي ، طالبان له امریکا سره شوي موافقې ته پابنده نه دي او خبرې اترې جدي نه ګڼي،خو دغه ډله باید له ملت سره سوله ومني .
محمد محقق د میدان وردک ولایت د بهسودو ولسوالۍ له پيښو سره په ارتباط هم وئيلي دي ، رعیّت او حکومت دواړه مسئولیّتونه لري ، چې باید ئې ترسره کړي ، لکه چې حضرت امام علی علیه السلام فرمائيلي دي ، حکومت باید خپلې اډاڼۍ د بې ګناه خلکو په وینو سره پیاوړي نه کړي او له بل پلوه خلک باید دحکومت ملاتړ وکړي او پياوړی ئې کړي ، دبهسودو اوسنی جنګ په اوسنیو شرائطو کې د هیچا په ګټه نه دی.