افغانستان د کرونا ضد واکسن لومړنۍ جوپه تر لاسه کوي
Feb 06, 2021 17:34 Asia/Kabul
سبا به د هندوستان جوړ د کرونا ضد واکسن لومړنۍ جوپه افغانستان ته ورسیږي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د هندوستان جوړ د کرونا ضد واکسن د تر لاسه کولو سره سمدلاسه به په دغه هیواد کې د واکسناسیون بهیر پیل کړي.
د دغي وزارت د وېناو سره سم، په لومړنی ګام کې به د روغتیایي مراکزو کارکوونکو ته واکسن ولګیږي.
تر دې مخکې د افغانستان دولت اعلان کړی و چي هند ورسره د ۵۰۰ زرو واکسنو د مرستي هوکړه کړې.
نړیوال بانک، د واکسن نړیواله اتحادیه ، د اسیا پراختیایي بانک او چین هم په نظر کې لري افغانستان ته د کرونا ضد واکسن ورکړي.
ټیګونه